د ترکیې پولیسو شاوخوا ۸ افغان پناه غوښتونکي نیولي، چې هڅه یې کوله له دغه هېواده په ناقانونه توګه وتښتي. دا پېښه د ترکیې په «ادرنه او ارتوین» ښارونو کې شوې ده.
دغه پناه غوښتونکي د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) د بهرنیو وګړو د اېستلو مرکزونو ته انتقال شوي دي.
د ترکیې رسنیو د پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې دا کډوال ناقانونه ترکیې ته داخل شوي وو او تر اداري او قانوني مراحلو وروسته به بېرته افغانستان ته واستول شي.
په ترکیه کې د پناه غوښتونکو په ځانګړي ډول افغانانو د نیولو او پېژندلو لړۍ چټکه شوې ده. که څه هم د نیول شویو افغان پناه غوښتونکو کره شمېره نه ده ورکړل شوې؛ خو د رسنیو د راپورونو له مخې، د روان کال له پیله تر دې دمه سلګونه افغان کډوال نیول شوي دي.
د ترکیې د کډوالو ادارې د ۲۰۲۴ کال د شمېرو له مخې، تر ۲۳۰ زرو ډېر ناقانونه پناه غوښتونکي په ټوله ترکیه کې پېژندل شوي، نیول شوي او له دې هېواده اېستل شوي دي.