پر انټرنېټ د طالبانو بندیز

ملګري ملتونه: د انټرنېټ بندېدو له زلزله ځپلو سره د مرستو بهیر ګډوډ کړی دی

۴۸ دقيقې مخکې

ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، چې د افغانستان په ختیځ کې د نوري فایبر شرکت انټرنېټ بندېدو له امله له زلزله ځپلو سره د مرستو بهیر ګډوډ شوی دی. د مرستندویه بنسټونو او د ژغورنې ډلو ترمنځ اړیکې ستونزمنې شوې او د مرستو رسولو بهیر سوکه شوی دی.

د انټرنېټي خدمتونو محدودیت د سوداګرۍ، بانکونو او ښوونیزو بنسټونو چارې هم ګډوډې کړې دي؛ خو طالبانو پام نه‌دی ورته کړی. یادې ډلې ویلي، چې بدیله لاره ورته لټوي؛ خو په دې اړه یې نور وضاحت نه‌دی ورکړی.

طالبانو تازه په هرات ولایت کې مخابراتي او انټرنېټي شرکتونو ته امر کړی، چې د شپې له‌خوا انټرنېټ بند کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» په دغه راپور کې ویلي، چې د کونړ د زلزله ځپلو ۹۴ سلنه خلک پر سپېره ډاګ يا لنډمهاله سرپناه کې ژوند کوي. دغه اداره وايي، چې د ژمي په رانږدې کېدو سره بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.

د راپور له مخې؛ مرستندویه بنسټونو تر اوسه ۱۰۵ زره زلزله ځپلو ته مرستې رسولې دي؛ خو (د وږي له ۲۴مې) نېټې راهیسې د نوري فایبر انټرنېټ بندېدو له امله د ځايي دفترونو او مرکز تر منځ اړیکې ګډوډې شوې او د مرستو بهیر ټکنی شوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې تر اوسه د زلزله ځپلو لپاره تر ۲۳ مېلیونه ډالرو ډېرې پيسې ځانګړې شوې؛ خو دغه پيسې کافي نه‌دي او ۱۱۵ مېلیونه ډالرو ته اړتیا ده، چې د زیانمن شویو خلکو اړتیاوې په بشپړه توګه پوره شي.

دغه مرګونې زلزله (د وږي میاشتې په ۹مه نېټه) په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې وشوه، چې خلکو ته یې پراخ ځاني او مالي تلفات واړول. اوچا څرګنده کړې، په دغه زلزله کې لږ تر لږه ۸ زره او ۴۷۱ کورنۍ چې شاوخوا ۵۶ زره کسان کېږي زیانمن شوي دي.

د دغه زلزلې له امله نږدې ۲ زره کسان مړه او تر ۳زره او ۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. دغه ډول تر ۷زره ډېر څاروي تلف شوي او ګڼې کورنۍ له خپلو اصلي خوراکي سرچینو بې‌برخې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو