وال سټریټ ژورنال د دوو امریکایي او اوکرایني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو دی چې د روسیې دننه د برید لپاره د امریکا لخوا جوړ شوي اوږد واټن ویشتونکو وسلو د کارولو په اړه پر اوکراین د بندیزونو لرې کولو په اړه بیاکتنه وکړي.
والاستریت ژورنال د جمعه په ورځ (د تلې ۴مه) لیکلي، چې ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د یوې لیدنې پر مهال دا خبرې کړي.
د یو لوړ پوړي امریکایي او یو اوکرایني چارواکي په وینا ټرمپ په دې ناسته کې ونه ویل، چې دا ژمنه به خامخا عملي کوي.
د ملګرو ملتونو په څنډه کې د دواړو مشرانو تر منځ د خبرو پر مهال، زلنسکي له ټرمپ څخه وغوښتل: «اوکراین ته نور اوږده واټن ویشتونکي په ځانګړې ډول د ټام هاوک کروز توغوندي ورکړي او دا اجازه ورکړي چې اوکراین دا وسلې د روسیې دننه موخو باندې هم وکاروي.»
ټرمپ په ځواب کې وویل چې دی له دې نظر سره مخالفت نه لري؛ خو امریکایي او اوکرایني چارواکو والاستریت ژورنال ته ویلي چې: «د امریکا ولسمشر هېڅ رسمي ژمنه نه ده کړې چې د داسې بریدونو لپاره به د امریکا بندیزونه لغوه کړي.»
زلنسکي هم په یوه جلا مرکه کې چې چهارشنبه یې له «اکسیوس» رسنۍ سره کړې وه، تایید کړې، چې نوموړي له ټرمپ څخه د اوږده واټن ویشتونکو وسلو غوښتنه کړې ده.