هالنډ کې دوه نابالغ هلکان د روسیې لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي

۳ ساعتونه مخکې

د هالنډ څارنوالۍ ویلي چې دوه ۱۷ کلن هلکان په هېګ ښار کې د روسیې‌ پلوه هکرانو سره د احتمالي همکارۍ او د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي. دغه پېښه د روسیې د هایبرډ بریدونو له بڼې سره تړلې بلل شوې ده.

د تیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، د هلکانو کورنیو ویلي چې هغوی د ټلګرام له لارې د روسیې‌پلوه هکرانو سره اړیکې لرلې.

د هلکانو پلار ویلي، زامن یې په هېګ کې هغه سیمې څارلې چې د یوروپول، یوروجسټ او ګڼو سفارتونو دفترونه په کې ځای لري او داسې وسیله یې کاروله چې د ډیجیټلي شبکو د معلوماتو نیولو توان لري.

د هالنډ لومړي وزیر ډیک شوف دا پېښه د روسیې د هایبرډ بریدونو یوه برخه وبلله او ټینګار یې وکړ: «دا خورا د اندېښنې وړ خبره ده چې ماشومان د داسې کارونو لپاره کارول کېږي.»

نور خبرونه

رادیو