نتنېاهو: د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل دا پیغام ورکوي چې د «یهودانو وژنه ګټه لري»

۴ ساعتونه مخکې

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د سختو څرکندونو پرمهال د هغو لوېدیځو هېوادونو پرېکړه په کلکه وغندله چې د فلسطین دولت یې په رسمیت پېژندلی.

نتنېاهو وویل چې د بریتانیا، فرانسې، اسټرالیا، کاناډا او نورو هېوادونو اقدام د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷ مې برېدونو وروسته فلسطینیانو ته دا پیغام ورکوي چې «د یهودانو وژنه ګټه لري.»

نوموړي په ټینګار سره وویل، چې د نوموړي په مشرۍ به لوېدېځه غاړه کې د یهودانو مېشت ځایونه دوه برابره شي او اسراییل به هېڅکله د فلسطین دولت جوړېدل ونه مني.

نتنېاهو زیاته کړه:«ډېری هېوادونه د فشارونو، د اسلامي توندلارو د رایو او د یهود ضد کړۍ له امله تسلیم شول، خو موږ به تسلیم نه شو.»

د نتنېاهو د وینا پرمهال د ګڼو هېوادونو مشران د ملګرو ملتونو له تالار څخه ووتل.

د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو ملاتړ لپاره د لوېدیځو هېوادونو وروستۍ پرېکړې د اسراییل پر حکومت نړیوال فشارونه زیات کړي دي او د عرب او اسلامي هېوادونو مشرانو د ملګرو ملتونو په دغې عمومي غونډه کې پر اسراییل د نسل وژني او د جګړې د جرمونو تورونه هم لګولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل ویلي، چې د حماس تر بشپړ له منځه وړلو پورې به جګړه روانه وي، خو حماس بیا ویلي چې اسراییل باید له غزې ووځي او بندیان دې خوشي کړلي او بیا به جګړه پای ته ورسوي.

نور خبرونه

رادیو