زېلېنسکي: اوکرایني ځواکونو له روسیې پراخې سیمې بېرته نیولي

۵ ساعتونه مخکې

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلېنسکي وايي، پوځ یې د ډوبروپیلیا په عملیاتو کې نږدې ۱۶۹ کیلومتره مربع سیمه بېرته نیولې او له ۱۸۷ کیلومتره زیاتې سیمې یې د روسي وسله‌والو له شتون څخه پاکې کړې دي.

زېلېنسکي پر اېکس پاڼې له خپلو لوړپوړو پوځي چارواکو سره د د ناستې انځور په خپرولو سره لیکلي چې اوکرایني ځواکونو د زاپورېژیا په سیمه کې د روسیې یوه جنګي الوتکه هم نسکوره کړې او ټینګار یې وکړ چې د خپلو ښارونو د خوندي کولو لپاره به د روسي هوايي ځواک پر ضد بریدونو ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو