د طالبانو د ډلې غړو په خواله رسنیو کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د سوریې ولسمشر احمد الشرع حضور ته بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ته نږدې کس محمد جلال له زندانه تر ولسمشرۍ پورې د احمد الشرع لاره «فوقالعاده» بریالۍ بللې ده.
ښاغلي جلال د عراق د زندان له یوه انځور او د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د الشرع د وینا کولو له انځور سره یو ځای کړی او ورسره یې لیکلي، چې د احمد الشرع لارې یوازې د هغه برخلیک نه؛ بلکې د سوریې تاریخ هم بدل کړ.
وروسته د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ هم د جلال لهخوا خپاره شوي انځورونه پر اېکس پاڼه خپاره کړي دي.
د عبیده اغا په نوم یوه بل طالب د احمد الشرع د انځور په اړه په خپله تبصره کې ویلي، چې «موږ یو وخت په جګړه کې وو؛ خو اوس د خبرو ډګر ته راوتلي یو.»
خو په دې اړه د ټولو طالبانو دریځونه یو شان نهدي. ځینې یې د احمد الشرع دریځ له دې امله ستايي، چې سوریه یې له ګوښه توب څخه ژغورلې؛ خو نور بیا هغه د امریکا «لاسپوڅی» بولي.
سید جمال اغا بیا د نیویارک یو انځور خپور کړی، چې احمد الشرع پهکې په دریشۍ او تورو عینکو کې ښکاري. هغه له دې انځور سره لیکلي، چې احمد الشرع امریکا ته ډېر نږدې سړی دی.
سید جمال اغا زیاته کړې، چې امریکا ته د الشرع تګ «حیرانوونکی» بدلون دی. هغه د خپلې تبصرې په پاې کې په عربي ژبه لیکلي: «حقیقت دا دی، چې پاچاهي ورکوونکی او له پاچاهۍ لرې کوونکی یوازې الله دی.»
ځينو افغانانو په خواله رسنیو کې د احمد الشرع نړۍوال نفوذ د هبتالله اخندزاده له مطلق انزوا او ګوښه توب سره پرتله کړی دی.
الشرع تر نږدې شپېتو کالو وروسته لومړی سوریایي ولسمشر دی، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته ورغلی، چې ډېر خلک دا کار د سوریې د انزوا پای بولي؛ خو څلور کاله کېږي، چې طالبان په دغه سازمان کې استازی هم نهلري.
احمد الشرع له ګڼو نړۍوالو مشرانو سره ويني؛ خو هبتالله اخندزاده په تېرو څلورو کالو له بهرنیو چارواکو سره د لیدنو په لړ کې یوازې له قطري چارواکو سره لیدلي دي. هغه په افغانستان کې هم په عام محضر کې نه ښکاري، هغه ځان له خلکو او هم یې له رسنیو پټوي.
د طالبانو یوه بل غړي عبدالحق افغان لیکلي، الشرع په لنډ وخت کې د سوریې اړیکې له نړۍوالې ټولنې سره دومره تودې وساتلې چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې یې برخه واخیسته.
هغه زیاته کړې: «زه د احمد الشرع مخالف نه یم، ځکه هغه هم د اسلامي امارت (طالبان) په ډول د خپل وطن د ازادۍ لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي؛ خو د ملګرو ملتونو عمومي غونډه تر ډېره حده د سترو ځواکونو د سیاسي ګټو لپاره جوړېږي، نه د نړۍ د ستونزو د رښتیني حل لپاره.»
د طالبانو یوه بل ملاتړي شهابالدین لېوال پر اېکس پاڼه لیکلي: «ډېری خلک د احمد الشرع تصویرونه ښکته پورته کوي، چې ګواکې هغه په سیاست کې بریالی شوی او ان دا چې په امریکا کې د ملګرو ملتونو غونډې ته ورغلی دی؛ خو ایا دغه غونډه به په غزه کې د مظلومو خلکو د وینو سېلاب ودروي او اسراییل به مجازات کړي؟»
لېوال زیاتوي: «زه له احمد الشرع سره کار نهلرم؛ خو د ملګرو ملتونو په غونډه کې د هغه حضور یوازې نمایشي بڼه لري.»