طالبانو له ناروې کمېټې سره د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه

۱ ساعت مخکې

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوه. په دغه هوکړه لیک کې د ځمکپوهنې د ګواښونو د څېړنې، د معلوماتو راټولولو، د پروژو د پلي کولو او د یاد وزارت د کارپوهانو د وړتیاوو وده شامله ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوکړه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري او په افغانستان کې د ناروې کمېټې مشر تاریا مېګنوسېن واټرډال له لوري لاسلیک شوې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري له ناروې کمېټې غوښتي، چې د یاد وزارت کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو په برخه کې همکاري وکړي او د ګډې څېړنیزې کمېټې د جوړېدو خبره یې هم کړې ده.

په خبرپاڼه کې د ناروې کمېټې د مشر په حواله راغلي دي:« په دغه هوکړه لیک کې د دواړه خواوو دندې ځانګړې شوې او موږ ژمنه کوو، چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم له وزارت سره به په بشپړه توګه همکاري وکړو.»

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، دغه هوکړه لیک ۸ مادې لري چې د علمي، څېړنیزو، ښوونیزو فعالیتونو او د یاد وزارت د کارکوونکو او کارپوهانو د وړتیاوو لوړولو برخې په‌کې شاملې دي.

نور خبرونه

رادیو