اېمل ولي خان: پاکستان زما او زما د کورنۍ امنیتي ساتونکي بېرته واخیستل

۲۲ ساعتونه مخکې

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وایي، د پاکستان د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت د ده، د پلار او د کورنۍ ټول امنیتي ساتونکي بېرته اخیستي دي. هغه خبرداری ورکړی، چې که له ده یا د کورنۍ د غړو پرواندې یې کومه پېښه رامنځته شوه، مسوول به یې پاکستان وي.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د شنبې په ماښام (د تلې ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د پاکستان د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت د ده او پلار یې اسفندیار ولي خان او همداراز کورنۍ ساتونکي ترې بېرته اخیستي او وسره یې خبرداری ورکړی، «که پر ما یا زما پر کورنۍ څه وشول، نو مسوولیت به یې ستاسو [پاکستان] وي.»

هغه همداراز په ډاګه کړې، چې د خپلو خلکو د حق غوښتنې ته به دوام ورکړي او په وینا یې، «په دې لاره کې هر څه ته چمتو دی.»

هغه ویلي، تر دې وروسته به له شخصي امنیتي او سالارو سره په ډېر خوندي ډول تګ راتګ وکړي او همداراز یې په ډاګه کړې، چې «دوشبنه به سره ګورو.»، خو هغه خپل مخاطب نه دی څرګند کړی.

سره له دې چې په خېبرپښتونخوا کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی، عمران خان وایي، چې دغه نا امني هم د پاکستان د پوځ د نا موجه عملیاتو زېږنده ده.

په ورته وخت کې هر کله په قبایلي سیمو کې موخه ییزې وژنې کېږي او له دې سره هم مهاله، اېمل ولي خان ویلي، ایالتي ادارې هم پرېکړه کړې چې له ده او کورنۍ څخه یې امنیتي کسان بېرته واخلي.

نور خبرونه

رادیو