د پښتونخوا د تیراه درې قبایلي مشران د حکومت مخالفو وسله والو ډلو سره خبرې کوي

۶ ساعتونه مخکې

ډان ورځپاڼې نن شنبه (د تلې ۱۲مه) لیکلي، چې د پښتونخوا د تېرا سيمې مشران د حکومت له مخالفو وسله والو ډلو سره خبرې کوي، چې د دوی له سیمې څخه ووځي.

د ورځپاڼې په وینا، قبایلي مشرانو د پېښور د قول اردو په قومادانۍ کې له تورن جنرال عمران سرتاج او نورو چارواکو سره خبرې وکړې. د خبر له مخې، په دې غونډه کې ویل شوي، چې باید د حکومت وسله وال مخالفین د تېرا سيمه پرېږدي پرېږدي او که داسې ونه‌کړي؛ نو پوځي عملیات به ورباندې وشوي.

د پښتونخوا د قول اردو قوماندان تورن جنرال عمران سرتاج قبایلي مشرانو ته وړاندیز وکړ، چې منتخب مشران دې تېرا ته ولاړ شي او د دې کار لپاره ۱۰ ورځې وخت لري. د دې غونډې د پرېکړو پر بنسټ، پرون څو مشران تیرا ته ولاړل، چې له پاکستاني طالبانو، لشکر اسلام او حافظ ګل بهادر ډلې له مشرانو سره اړیکې ونیسي.

د پاکستاني پوځیانو او قبایلي مشرانو تر منځ غونډه د شادلې سیمې تر چاودنې وروسته کېږي. دا چاودنه د سپټمبر پر ۲۲ نېټه وشوه او ۲۱ کسان په کې ووژل شول.

نور خبرونه

رادیو