د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» راپور ورکړی، چې د سوریې حکومت مشر احمد الشرع په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د امریکا له ولسمشر دونالډ ټرمپ سره ولیدل.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ د مې په میاشت کې هم په سعودي عربستان کې له احمد الشرع سره لیدلي و او اعلان یې کړی و، چې هغه به د بشار الاسد د واکمنۍ پر مهال پر سوریه لګول شوي لسیزې بندیزونه لرې کړي.
وروسته ټرمپ د دغو بندیزونو د یوې لویې برخې د لرې کولو او ځنډولو امر وکړ.
په ورته وخت کې تر ټولو سخت بندیزونه بیا چې په ۲۰۱۹ کال کې د کانګرس له خوا لګول شوي و، په خپل ځای پاتې دي او د دایمي لرې کولو لپاره د کانګرس رایې ته اړتیا لري.