د فرانسې ولسمشر مسعود پزشکیان ته؛ ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی ونه‌ لري

۵ ساعتونه مخکې

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د ملګرو ملتونو د عمومي‌ اسمبلۍ په څنډه کې د ایران له ولسمشر سره په کتنه کې وویل: «ایران باید هېڅکله اټومي‌ وسلو ته لاسرسی ونه لري.» نوموړي زياته کړې، چې درېیو اروپايي هېوادونو د ایران پروړاندې «د ماشې میکانیزم» فعال کړی.

د فرانسې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې ایران د خپلو اټومي ژمنو په برخه کې ولاړ نه دی پاتې شوی.

نوموړي زياته کړې، چې له همدې امله «فرانسې، المان او برېتانیا پرېکړه کړې، چې د میکانیزم ماشې بهیر فعال کړي.»

د مکرون په خبره، د دې بهیر له مخې به پر ایران بیا بندیزونه ولګوي.

مکرون ویلي، چې د نړۍوالې اټومي انرژۍ د ادارې تفتیشوونکو ته د لاسرسي امکانات، د غني شویو موادو د زېرمو په اړه شفافیت او د خبرو سمدستي بیا پیل غوښتنې یې د ایران ولسمشر مسعود پزشکان ته وړاندې کړي او هغه ته یې په ډاګه کړې ده، چې په دې برخه کې هېڅ ډول ځنډ د منلو نه دی.

مکرون د حل لارې په ډول زياته کړې، چې د دوی له خوا د ټاکل شویو قانوني شرایطو ته د ځواب لپاره ایران یوازي‌ څو ساعته وخت لري، چې موافقه وکړي او د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره مثبت ځواب ووايي.

نور خبرونه

رادیو