د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د ایران له ولسمشر څخه غوښتي، چې د دوی یرغمل شوي دولتي کسان ژر تر ژر خوشې کړي. مکرون زياته کړې، چې دغه وګړي په غېرانساني او خپلسري ډول نیول شوي دي.
د فرانسې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په لیدنه کې د خپلو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.
د مکرون په خبره، ایران د دوی درې دولتي یرغمل په خپل سرياو غېري انساني ډول نیولي.
مکرون زياته کړې: «تر هر څه مخکې ما یو ځل بیا خپل روښانه غوښتنلیک تکرا کړ، سیسیل کوهلر، ژاک پاریس او لنارټ موټرلوس هغه دولتي یرغمل شوي کسان دي، چې ایران په خپلسري او غېريانسانيډول نیولي او دوی یې باید ژر تر ژره خوشې کړي.»
مکرون لیکلي: «فرانسه هېڅ وخت خپل اولادونه یوازې نه پرېږدي.»