د سوریې ولسمشر احمد الشرع د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پرمهال ویلي، چې اسراییل دې په غزه کې په سملاسي توګه جګړه پای ته ورسوي.
هغه ویلي: «موږ د هغو خلکو په ډله کې راځو، چې د جګړې او ویجاړۍ له وحشتونو خبر یو؛ نو له همدې امله د غزې د ماشومانو، ښځو او هغه خلکو ترڅنګ ولاړ یو، چې له ظلم او تېري سره مخ دي. موږ د جګړې د سملاسي پای ته رسېدو غوښتنه کوو.»