د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې د وینا پرمهال د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي له دغه هېواده د ایراني سفیر د شړلو له پرېکړې دفاع وکړه او دا یې د اسټرالیا په تاریخ کې یو بېساری اقدام وباله.
البانیزي وویل: «موږ د ایران سفیر له اسټرالیا وشړلو. دا له دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې لومړی ځل دی، چې موږ دغه ډول اقدام کړی دی. دلته په ملګرو ملتونو کې یو وار بیا وایم، چې د یهودیت ضد چلند لپاره هیڅ ځای نهشته.»
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي تر دې وړاندې پر ایران تور پورې کړی و، چې په دغه هېواد کې د یهودو پرضد په دوو بریدونو کې لاس لري او په همدې تړاو یې د ایران سفیر له خپلې خاورې وشړلو.