ننګرهار کې د طالبانو خبرداری؛‌ که څوک د کورونو کرایه لوړه کړي سزا ورکوي

۱ ساعت مخکې

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې دغه ولایت کې د یادې ډلې د عدلیې ریاست په ګډون یو شمېر نورو ادارو د کورونو د کرایو لوړېدو اړوند شکایتونه څېړلي دي. دوی وایي، هېڅ‌څوک اجازه نه‌لري چې تر ۱۰سلنې کرایه لوړه کړي.

ننګرهار کې د طالبانو د رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، که هر څوک له دې کچې کرایه لوړه کړي نو د سرغړونې په تور به یې طالبان خپلو عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژني. همدا راز ویل شوي، چې په یوې ناسته کې د جلال‌اباد ښار اړوند د معاملاتو لارښود د لسو بېلابېلو کورونو کرایې هم ارزول شوې دي.

د طالبانو په وینا؛ دوی به د جلال‌اباد ښار په ټولو ناحیو کې د معاملاتو لارښود دفترونو ته ورشي او د کرایو د کنټرول څارنه به وکړي. دغه اقدامات په داسې حال کې کېږي، چې افغانستان ته له پاکستان او ایران نه د کډوالو ستنېدو سره سم د کورونو کرایې په بې‌سارې توګه لوړې شوې دي.

جلال‌اباد ښار کې بیا له پاکستان نه تازه ستنو شویو کورنیو له کبله د کرایې کورونه په اسانۍ نه پیدا کېږي او که پیدا هم شي؛ نو کرایې یې خورا لوړې وي. نیوکې دا دي، چې طالبانو په بېلابېلو وختونو کې د کورونو د کرایو د کنټرول خبره کړې؛ خو هغه ډول چې په کار ده، دغه مسالې ته یې رسېدنه نه‌ده کړې.

د کورونو کرایې داسې مهال لوړېږی، چې افغانان د طالبانو په واکمنۍ کې له بشري ناورین، اقتصادي ستونزو، بې‌رزوګارۍ، فقر او له سختې لوږې سره مخ دي. ملګرو ملتونو هم پر دغه وضعیت جدي اندېښنه ښوولې ده.

نور خبرونه

رادیو