طالبان په تور غونډۍ بندر د پراختیا او په‌کې د تاسیساتو له جوړېدو خبر ورکوي

۵۶ دقيقې مخکې

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یو لوړپوړي ترکمنستاني پلاوي په حضور کې یې د تور غونډۍ بندر د پراختیا او په‌کې د تاسیساتو رغولو پروژه په عملي توګه پیل کړه. دغه وزارت وایي، یاده پروژه به د شاوخوا ۷مېلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د یو کال په موده کې بشپړه شي.

د چهارشنبې په ورځ د (تلې ۲مه) د یاد وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه پروژه په ۵۰جریبه ځمکه کې پلي کېږي. د طالباو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق اخوندزاده دغه پروژه د ترکمنستان او افغانستان لپاره ګټوره بللې ده.

په هرات کې د طالبانو والي مولانا اسلام جار د دغه پروژې د پرانېستلو پر مهال ویلي، چې د دغه پروژې بشپړېدل به د افغانستان پر اقتصادي‌ ودې مثبتې اغېزې وکړي. د تورغوندۍ بندر په هرات ولایت کې له ترکمنستان سره پر پوله پروت دی او د ترکمنستان په ګډون د منځنۍ اسیا له یو شمېر نورو هېوادونو سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې مهم بلل کېږي.

د دغه بندر چارې داسې مهال پراخېږي، چې طالبانو د ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ډېرې کړې دي. د کارپوهانو په وینا؛ طالبان په نړۍ کې له سختو بندیزونو او محدودیتونو سره مخ دي او د اړیکو لپاره یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونه ور پاتې دي.

باورونه دا دي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډون روسیه او چین هم د امنیتي مجبوریو له امله طالبانو سره اړیکې پالي؛ ځکه یاد هېوادونه د طالبانو په شتون کې له افغانستان نه ځانته د ترهګرو شته ګواښونه ګوري.

نور خبرونه

رادیو