د ټرافیکي ناورینونو توندې څپې؛ د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې تر ۱۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي

AP ۱۴۰۴ تله ۳

په افغانستان کې ټرافیکي پېښې او له کبله یې خلکو ته په اوښتې مرګ ژوبله کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو په ریاست کې سرچینې وايي، چې د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې د ټرافیکي پېښو له امله تر ۱۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

دغه سرچینې وايي، چې دغه شمېره د تېرکال د همدې مودې پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرافیکو عمومي ریاست نظر هم ولرو؛ خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
له بل پلوه د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) معلومات ښیي، افغانستان د هغو هېوادنو په کتار کې راځي چې په کلني ډول په‌کې د ټرافیکي پېښو او مرګ ژوبلې کچه خورا لوړه ده. د یاد سازمان د معلوماتو له مخې؛ هرکال په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو له کبله زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
که څه هم په افغانستان کې ټرافیکي پېښې له پخوا راهیسې یوه جدي مسله ګڼل کېږي؛ خو د افغانستان انټرنشنل موندنې ښیي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې دغه ستونزه خورا جدي او د مرګ ژوبلې کچه هېښوونکې ده.
یوازې د تېرې اګسټ میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې په لسو ټرافیکي پېښو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي. د اګسټ میاشتې په ۱۹مه نېټه د افغانستان په لوېدیځ هرات کې یوازې په یوې مرګونې ټرافیکي پېښه کې شاوخوا ۸۰ کسان مړه شول. یادې پېښې په پراخه کچه غبرګونونه راوپارول.

د لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د ټرافیکي اشارو نشتوالی، د سفر پرمهال د یو شمېر موټر چلوونکو له لوري د نشه‌یي توکو کارونه او په ټوله کې د جدي څار نشتوالی په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي لوی لاملونه ګڼل کېږي.
یو شمېر افغانان وايي، چې په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالی لاملونه ډېر دي؛ خو د ملامتۍ ګوته تر ډېره د طالبانو حکومت ته نیسي. دوی وايي، هره ورځ د افغانستان له بېلابېلو سیمو د ټرافیکي پېښو او په دغو پېښو کې د مرګ ژوبلې په اړه خبرونه اوري؛ خو داسې څه یې نه‌دي اورېدلي، چې طالبانو دې د ټرافیکي پېښو له عاملینو سره جدي چلند کړی وي.
دوی وايي، تر هغې چې د ټرافیکي اصولو له سرغړوونکو سره جدي او قانوني چلند ونه‌شي؛ د یادې ستونزې حل او یا یې کمښت شونی نه‌دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو (د وږي په ۲۴مه) د ټرافیکي چارو د تنظیم او د ټرافیکي پېښو د مخنیوي طرحې د ارزونې لپاره ناسته وکړه. د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دغه ناسته کې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره اړونده ادارو ته د ځینو اقداماتو امر کړی و.
د طالبانو د ټرافیک پولیسو عمومي ریاست هم تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې په ټول هېواد کې د لیزري څراغونو کارول بند دي. یاد ریاست ویلي و، چې ډېری وخت د ټرافیکي پېښو لامل همدغه لایزري څراغونه دي؛ خو د طالبانو دغه اقداماتو لاتراوسه د ټرافیکي پېښو په مخنیوي کې مرسته نه‌ده کړې.
د کابل یو اوسېدونکی محمد صابر چې په لویو لارو دوامداره سفرونه کوي وايي، موټر چلوونکي په خورا بې‌احتیاطۍ سفر کوي او تر ډېره د رامنځته کېدونکو پېښو مسوول همدوی دي.
هغه وایي:« زه څو ځلې له کابل نه هرات او له هرات نه کابل ته راغلی یم، تاسو باور وکړئ که مې وس ورسېږي؛ نو هیڅکله به بیا د دغه لېني موټرو، موټر چلوونکو سره ولاړ نه شم. دوی داسې سفر کوي، چې اصلا د خپلو مساپرو ژوند ورته اهمیت نه‌لري.»
د هرات ولایت اوسېدونکی سمیع الله (مستعار نوم) د ورته ستونزې په شریکولو سره ادعا کوي، چې طالبان د ټرافیکي پېښو د کنټرول په برخه کې هیڅ جدي نه‌دي.
هغه وایي:« اوس خو دوی په واک کې دي او په نورو مسایلو کې ښه جدي چلند کوي. ټرافیکي پېښې چې هره ورځ له خلکو ژوند اخلي دوی یې بابیزه ګڼي او تراوسه خو ما داسې څه نه‌دي اورېدلي، چې د ټرافیکي اصولو له کوم سرغړوونکي کس او یا شرکت سره یې داسې چلند کړی وي چې نورو ته د عبرت او درس وسیله شي.»
په ورته وخت کې ځینې هغه کسان چې د کورنۍ نږدې غړي یې په ټرافیکي پېښو کې له لاسه ورکړي وايي، د حکومت سربېره باید خلک هم دغې ټولنیزې ستونزې ته جدي پام وکړي. دوی وايي، د خپلو عزیزانو د مړینې له کبله یې ژوند له کړاوه ډک تېرېږي.
د هلمند ولایت اوسېدونکی رحمت الله چې څو میاشتې وړاندې یې د کابل- غزني په لویه لار د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ځوان ورور له لاسه ورکړی وايي، د ورور مرګ یې هغه او کورنۍ په ملا مات کړي. هغه وایي:« ورور مې په کابل کې زده‌کړې کولې او دنده یې هم لرله، څه ناڅه به یې زموږ لاسنیوی هم کاوه، کورته په رخصتۍ راغلی و او غوښتل یې چې بېرته کابل ته ولاړ شي، هغه پر لاره و، چې ټرافیکي پېښه وشوه او د ده په ګډون څلور کسان په‌کې مړه شول.»
دا یوازې رحمت الله نه‌دی؛ بلکې په افغانستان کې سلګونه داسې کورنۍ شته، چې خپل عزیزان یې په ټرافیکي پېښو کې له لاسه ورکړي دي.
هېوادوال وايي، چې د موټر چلوونکو له‌خوا ناغېړي او بې‌احتیاطي، ګړندی تګ، د سړکونو خرابوالی، د خوندیتابه اصولو او ټرافیکي قوانینو ته نه پاملرنه افغانستان کې د ټرافیکي پېښو ځانګړي لاملونه بلل کېږي؛ خو د دې ترڅنګ د رغنده او منظم ټرافیکي سیسټم او بنسټونو نشتوالي، د ټرافیکي قوانینو نه څارنې او په ځانګړې توګه پر لویو لارو د کنټرول لپاره د مسلکي ټرافیک پولیسو کمښت د ځمکې له لارې سفر خطرناک کړی دی.
د شمېرو له مخې؛ هر کال په ټوله نړۍ کې ۱.۳ مېلیونه کسان د ټرافیکي پېښو له امله مړه کېږي او تر ۵ مېلیونه ډېر ټپیانېږي.

نور خبرونه

رادیو