طالبان وايي د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د سوداګرۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

AP ۱۴۰۴ تله ۲

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه شپږ میلیارده او ۷۸۳ میلیون ډالرو ته رسېدلې، چې د تېرکال وروستیو شپږو میاشتو په پرتله پکې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشت کې افغانستان د شپږ میلیارده او ۷۸۳ میلیون افغانیو په ارزښت سوداګري کړې ده.

د نوموړي په وینا، د تېرکال د وروستیو شپږو میاشتو په پرتله د سوداګرۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

اخوندزاده ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې له افغانستان نه پاکستان، هند، عربي متحده امارات، قزاقستان، ازبکستان، ترکیې، ایران چین او عراق ته د ۷۴۸ میلیون ډالرو په ارزښت انځر، ممیز، پنبه، زردالو، زعفران، پېسته، انګور او نور توکي صادر شوي دي او د کال د شپږو میاشتو په پرتله په صادراتو کې ۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

همدارنګه نوموړی وايي، ‍چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته له ایران، عربي متحده امارات، پاکستان، چین، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسیې، مالیزیا او هند څخه د شپږ میلیارده او ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت تېل، خوراکي توکي، سیمنټ، درمل او نور توکي واردات شوي دي، چې د تېرکال د وروستیو شپږو میاشتو په پرتله وارداتو کې ۲۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

نور خبرونه

رادیو