په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د بهرنيو چارو ریيس جان محمد انقلابي د دغه ولایت لپاره د ایران نوي قونسل مجيد رضا پناه سره په ناسته کې د سوداګرۍ پر پراختيا او د ويزو د ورکړې پر اسانتياوو خبرې کړې دي.
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر پر اېکس پاڼه کاږلي، چې په یاده ناسته کې د ګډو همکاريو ډاډ هم ورکړل شوی دی.