الجزیره: حماس به «ډېر ژر» د ټرمپ د طرحې ځواب ورکړي

۲ ساعتونه مخکې

د الجزیرې خبري شبکې د حماس د سیاسي دفتر د غړي محمد نزال له حوالې ویلي، چې دغه ډله به د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي وړاندیز ته «ډېر ژر» ځواب ورکړي. هغه ویلي، چې حماس د ټرمپ د طرحې بیاکتنه کوي او ډېر ژر به په دې اړه خپل دریځ اعلان کړي.

ټرمپ دوه ورځې وړاندې حماس ته درې، څلور ورځې وخت ورکړ، چې دغه طرحه ومني.

نور خبرونه

رادیو