پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد کې افغان خبریال جواد اعتماد نیولی دی

پرون

پاکستاني پولیسو افغان خبریال جواد اعتماد د سې‌شنبه سهار په اسلام‌اباد کې نیولی دی. د هغه د کورنۍ غړي او نږدې خپلوان وایي، پولیس شاوخوا لس بجې د فیصل ښارګوټي په سیمه کې د هغه کور ته ورغلي او پرته له دې چې نوموړی وضاحت ورکړي، له ځان سره یې بیولی دی.

د جواد اعتماد نږدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د نوموړي د نیولو دلیل د هغه د ویزې د مودې پای ته رسېدل او د اقامتي اسنادو ستونزه ښودلې ده.

سرچینې زیاتوي، چې جواد اعتماد دا مهال د پولیسو په توقیف کې دی او امکان شته چې ډېر ژر افغانستان ته وشړل شي.

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان وايي، له څو میاشتو راهیسې د پاکستان حکومت د افغانانو د ویزو د غځولو بهیر درولی دی.

د دوی په وینا، لسګونه زره افغان کورنۍ د تمدید نشتوالي له امله د نیولو او بېرته ستنېدلو له جدي ګواښ سره مخ دي. ډېری افغانان وايي، چې د قانوني ویزو نه غځېدل هغوی له زده‌کړې، روغتیايي خدماتو او کاري فرصتونو څخه بې برخې کړي دي.

جواد اعتماد له هغو خبریالانو دی چې په افغانستان او سیمه کې د رسنیزو چارو تجربه لري.

د خبریالانو د ملاتړ ځینې بنسټونو د ده د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، چې باید خبریالان د سیاسي او حقوقي فشارونو ښکار نه شي.

هغوی له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د خبریال د وضعیت په اړه روڼتیا رامنځته کړي او د رسنیزو اصولو په رڼا کې پرېکړه وکړي.

د افغان کډوالو د ټولنو مشران وايي، که د ویزو د تمدید ستونزه حل نه شي، ګڼ شمېر افغانان به د اجباري اېستلو له ګواښ سره مخامخ شي.

د هغوی په وینا، د اوږدې کډوالۍ وروسته د بېرته ستنېدلو پروسه د ډېرو افغانانو ژوند له سختو ننګونو سره مخامخ کوي، ځکه په افغانستان کې نه د کار زمینه شته او نه هم د امنیت بشپړ تضمین.

په همدې حال کې، د جواد اعتماد کورنۍ او نږدې ملګري د مدني ټولنو او نړۍوالو بنسټونو پر مداخلې ټینګار کوي، ترڅو د هغه قانوني او بشري حقونه خوندي پاتې شي.

نور خبرونه

رادیو