یونېسف یو وار بیا پر طالبانو غږ کړی، چې پر افغان نجونو دې د زده‌کړو بندیزونه لرې کړي

AP ۱۴۰۴ تله ۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، چې د افغانستان راتلونکی د نجونو زده‌‌کړو پورې تړلی دی او باید دوی ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

د دغه بنسټ د ماشومانو د خوندیتوب برخې مشره شیما سن ګوپټا وايي، که نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه ونه لري؛ نو دا شونې نه‌ده، چې دوی دې خپلو هیلو ته ورسېږي.

نوموړې په جلال‌اباد ښار کې له یوه روزنیز مرکز څخه د لیدنې پرمهال پر طالبانو غږ کړی، چې افغان نجونې دې زده‌کړو ته پرېږدي او په دې برخه کې لګېدلي محدودیتونه دې لرې کړي.

هغه وایي:« څلور کاله کېږي، چې له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې له زده‌کړو راګرځول شوې دي. په داسې حال کې چې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه نه ورکول کېږي؛ نوریه او زهرا چې موږ دلته په جلال‌اباد کې وکتلې، دوی به څنګه خپلو هغو هیلو ته ورسېږي؟ دوی غواړي، چې په راتلونکې کې ډاکټرانې او پیلوټانې شي.»

د اغلې شیما په خبره؛ د نجونو لپاره زده‌کړې ځکه مهمې دي چې کولای شي له دوی سره د ژوند په ټولو چارو لکه د جبري ودونو د مخنیوي، خوندیتوب او په نورو مهمو برخو کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق دغې چارواکې همدا راز ویلي، چې د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره د نجونو د زده‌کړو دوام مهم دی او باید په دې برخه کې ګامونه پورته شي.

که څه هم دا لومړی ځل نه‌دی، چې له طالبانو د نجونو د زده‌کړو د دوام او په دې برخه کې د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کېږي؛ تر دې وړاندې بېلابېلو هېوادونو، نړۍوالو بنسټونو، سیاسي مشرانو، د بشري حقونو فعالانو او ان په خپله ځینو طالب چارواکو ورته غوښتنې کړې دي؛ خو د څه باندې څلورو کلونو په تېرېدو لاهم د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څه موده وړاندې په یوې مرکه کې وویل، چې دوی د نجونو د زده‌کړو د دوام لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځته کېدو هلې ځلې کوي؛ خو د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو برخې ځینو فعالانو بیا د طالبانو ورته څرګندونې غولوونکي بللې دي.

دوی د افغانستان انټرنشنل په ګډون له بېلابېلو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان نه غواړي د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او په دغه ډول خبرو خلک تېر باسي او د نجونو وخت ضایع کوي.

نور خبرونه

رادیو