ایرانی چارواکی: د پستې راټولولو لپاره هیڅوک بې‌اسناده افغان کارګر نه‌شي ګومارلی

AP ۱۴۰۴ تله ۱

په ایران کې د پستې حاصلاتو د راټولولو له موسم سره هم‌مهاله یو ځل بیا د هغو کارګرو د نه ګومارنې په اړه خبرداری ورکړل شوی، چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

د اېراف په نامه یوې ایرانۍ رسنۍ د ایران د کرمان ولایت د قضا برخې د مسوول رضا یعقوبي له حوالې راپور ورکړی، چې د پستې د حاصلاتو راټولولو فصل په رارسېدو هیڅوک نه‌شي کولای بې‌اسناده کارګر وګوماري.

که څه هم دغه ایراني چارواکي په ځانګړي ډول چاته اشاره نه‌ده کړې؛ خو په ایران کې تر ډېره د بې‌اسناده کډوالو کلېمه هغو افغانانو ته کارول کېږي، چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

د ایران کرمان ولایت د پستې د پراخو باغونو د لرلو له کبله ډېر مشهور دی او د راپورونو پربنسټ؛ د پستې حاصلاتو د راټولولو پرمهال تر ډېره له افغان کارګرو استفاده کېږي.

په کرمان ولایت کې د قضاییه قوې دغه مسوول خبرداری ورکړی، که بیا هم څوک بې‌اسناده کارګر ګوماري؛ نو له جدي او قانوني چلند سره به مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ايران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی و چې په دغه هېواد کې د بې‌اسناده بهرنیو وګړو د ګومارنې په تور یې یو شمېر کارخونې تړلې دي. د صدا و سيما خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ايران حکومت په کرمان کې په ځانګړي ډول د افغان کارګرو د ګومارنې په تور کارخونې تړلې وې.

له دې سره هم‌مهاله بیا ایراني چارواکو ویلي و، چې د سلګونه زره افغان کډوالو تر وتلو وروسته ګڼې ودانیزې پروژې چې کارګر یې افغانان وو؛ په ټپه درېدلې دي. د ایران د ودانیزو چارو د ټولنې مشر رامین ګوران ویلي و، ایراني کارګر موسمي دي او د افغان کارګرو ځای نه‌شي نیولای.

د یادولو ده، چې ایران په وروستیو څو میاشتو کې په کمساري ډول د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه کړې ده. د راپورونو پربنسټ؛ یوازې په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې تر دوه مېلیونو زیات افغان کډوال له ایران نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو