یوسف وفا: ولس سخت ځپل شوی او داسې کورنۍ هم شته چې ان د ماښام د خوړلو لپاره څه نه لري

۴ ورځې مخکې

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا په اداري او مشورتي غونډه کې وویل، افغان ولس سخت ځپل شوی او په دې کې داسې کورنۍ هم شته چې ان د ماښام د خوړلو لپاره څه نه لري. طالبانو تر اوسه په دومره صراحت سره د ولس د لوږې یادونه نه وه کړې.

محمد یوسف وفا په دې غونډه کې چې د سې‌شنبه په ورځ (د تلې لومړۍ) د بلخ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه ،زیاته کړه چې د ولس د زهیرولو پر ځای باید زړونه یې لاسته راوړل شي او «د دې بېچاره ولس خدمت وکړو ځکه دا ولس سخت ځپل شوی او زهیر شوی، ددې ولس له منځه داسې کورنۍ شته چې حتی د ماښام د خوړلو لپاره څه نه لري.»

که څه هم تر دې وړاندې یو شمېر طالب چارواکو د افغانانو د لوږې مسله یاده کړې وه، خو دوی تل ویل چې دا د خدای ازموینه ده؛ خو دا لومړی ځل دی چې یو طالب چارواکی په دومره صراحت د ولس د لوږې یادونه کوي.

وفا زیاته کړه، پخواني ټول قوانین لغوه دي او هره اداره باید له مرکز څخه خپل نوي شرعي او اسلامي قانون را وغواړي، ځکه دا د دوی د مشر امر دی. هغه وویل: «پخواني قوانین ټول لغوه دي، هره اداره دې له مرکز څخه خپل نوي شرعي اسلامي قانون وغواړي، ځکه دا د اسلامي نظام او د شرعي امیر له خوا امر دی.»

په دې غونډه کې همداراز پرېکړه وشوه، چې د دوی د عوایدو د زیاتېدو په موخه د ازادۍ مطبعې له لارې ټول دولتي اسناد چاپ شي او همداراز له ملي راډيو وغوښتل شول، چې د دوی لاسته راوړنې په ښه توګه تکثیر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په ځلونو د افغان ولس د لوږې په تړاو ګڼ راپورونه خپاره کړي، خو په هغه وخت کې د طالبانو له لوري یاده مساله به ردېدله او دا دی د لومړي ځل لپاره د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي د ولس له دومره لوږې چې ان د شپې لپاره خواړه نه لري، خبر ورکړ.

نور خبرونه

رادیو