د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، احساس کوي چې چین نه غواړي د اوکراین او روسیې تر منځ جګړه پای ته ورسېږي او زیاته کړې یې ده، چې ټرمپ کولی شي د دغې جګړې په اړه د چین نظر بدل کړي.
زېلېنسکي د سې شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، «فکر کوم د پخوا پر تله اوس له ډونالډ ټرمپ سره ښې اړیکې لرم.»
زېلېنسکي همداراز په امنیت شورا کې ویلي، تمه لري چې د امریکا اقدامات به روسیه سولې ته سوق کړي او زیاته یې کړه، چې د روسیې د اقتصاد په تړاو یې له ټرمپ سره خبرې کړي، خو په اړه یې نور جزییات ورنکړل.
هغه په ډاګه کړه: «موږ ټولو دا درک کړې چې ډونالډ ټرمپ به له جګړې وروسته اوکراین ته امنیتي ضمانتونه ورکړي.» زېلېنسکي همداراز د اوکراین د جګړې په تړاو په ملګرو ملتونو کې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې «لوی بدلون» بللی دی.
ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې وویل، که په هغه وخت کې د امریکا ولسمشر وای، نو د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه هېڅکله هم نه پیلېده. هغه زیاته کړه، «له درې نیمو کلونو راهیسې دغه جګړه روانه ده، په داسې حال کې چې باید په یوه اوونۍ کې پای ته رسېدلې وای.»
ټرمپ د اوکراین د جګړې د دوام لامل روسیه وبلله او ویې ویل، چین او هند هم له روسیې د نفتي موادو په پېرلو سره د دغې جګړې د دوام لپاره مرسته کوي. هغه د ناټو پر ځینو هېوادونو هم نیوکې وکړې چې لا هم له روسیې انرژي پېري.
ډونالډ ټرمپ په خپلې دغې وینا کې په ډاګه کړه، واشنګټن چمتو دی چې د روسیې پر وړاندې نوي بندیزونه ولګوي او له اروپا یې هم وغوښتل چې له ده سره یو ځای شي.
هغه په ټينګار سره وویل: «اروپاییان جګړې ته ډېر نږدې دي او دا ورته شرم دی چې لا هم له روسیې انرژي پېري.»