د سیاسي چارو کارپوه او د افغانستان په جمهوري نظام کې د ولسي جرګې پخوانی غړی رمضان بشردوست وايي، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د طالبانو ګډون یا نه ګډون د افغانانو لپاره څه ګټه نه لري او په وینا یې اوس داسې کس نشته، چې په دغه ډول غونډو کې ګډون او د افغان ولس په ګټه خبرې وکړي.
بشردوست د سې شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ نېټه) د افغانستان انټرنشنل په سپړنه ټلوېزیوني خپرونه کې وویل: «د ملګرو ملتونو په روانه غونډه او ورته نورو غونډو کې د طالبانو ګډون او یا هم نه ګډون د افغانانو لپاره څه ګټه نه لري، دوی [طالبان] د خپل نظام ګټو ته د ولس تر ګټو لومړیتوب ورکوي او زه هیله لرم چې داسې ورځ راشي چې د ولس ګټې په نظر کې ونیسي.»
نوموړی زیاتوي: «اوس داسې کس نه وینم چې هلته [ملګرو ملتونو] ته ولاړ شي او د افغان ولس د ګټو په اړه خبرې وکړي.»
رمضان بشر دوست د ملګرو ملتونو پر سرمنشي او د امریکا په ولسمشر په نیوکو سره وویل، دغو دوو مهمو چارواکو د نورو هېوادونو په تړاو خبرې وکړې، خو د افغانستان یادونه یې ونه کړه، دا ځکه چې «لومړی افغانستان هلته [ملګرو ملتونو] کې څوک نه لري، د افغان ولس وینه دومره سره نه ده چې دوی [ملګري ملتونه] ځانته زحمت ورکړي چې د افغانستان د ښځو د حقونو او د پاکستان د پرله پسې تېریو په اړه خبرې وکړي.»
د نوموړي په وینا: «افغانستان اوس په اقتصادي، سیاسي او نظامي برخه کې د نړۍ لپاره لومړیتوب نه دی. ان تر دې چې ټرمپ هم د افغانستان، حتی د بګرام په اړه خبرې ونه کړې؛ هغه یوازې د ایران، وېنزویلا او اروپا یادونه وکړه. دا ځکه چې د افغانستان مسایل اوس د هېڅ هېواد لپاره مهم نه ګڼل کېږي.»
بشردوست د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو پر دوه ګوني چلند په نیوکو سره وویل، پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې څو ځلي پر افغانستان تېری کړی، خو امنیت شورا نه غونډه راوبلله او نه هم کوم هېواد د پاکستان یاد بریدونه وغندل، مګر پر قطر چې کله اسراییل برید وکړ، نو امنیت شورا غونډه راوبلله او کابو ټولې نړۍ یاد برید وغانده: «دا په دې معنا ده چې د افغانستان خاوره د قطر له خاورې سره یو ډول ارزښت نه لري او د افغان ولس وینه د بل هېواد له وینې سره برابره نه ده.»
د بشردوست په باور، د ملګرو ملتونو په منشور کې اساسي موضوع بشري حقونه دي چې باید مراعات شي، د جګړې مخه ونیول او سوله رامنځته شي او همداراز سوله د بشري حقونو اساسي برخه ده: «خو هېڅوک د بشري حقونو په کیسه کې نه دي تر هغه وخته چې پکې یې ګټه نه وي، هغه وخت چې د یوه هېواد ګټه پکې وي بیا یې په اړه خبرې کوي.»
نوموړي په دې خپرونه کې په ډاګه کړه، چې د طالبانو په راتګ سره امنیت په نسبي بڼه تامین دی، خو برکت نشته: «له بده مرغه دوی [طالبان] پر دې نه دي بریالي شوي چې برکت راولي، فابریکې جوړې او کارونه او همداراز ښه اقتصادي ستراتیژي رامنځته کړي او مسلکي حکومت جوړې کړي.»
رمضان بشردوست د سپړنې خپرونې په پای کې په پوهنتونونو کې د ځينو مضامینو پر حذفېدو په نیوکو سره وویل، په پوهنتونونو کې د نړۍوال حقوق او بشري حقونو مضامین حذف شوي او «که چېرې زموږ د پوهنتون فارغان په نوره نړۍ کې کار وکړي، نو پر دې [نړۍوال او بشري حقونو] پر څه نه پوهېږي.