په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې ۹.۵ مېلیونه افغانان په جدي توګه له خوراکي نا امنۍ سره مخ دي. همدا راز ویل شوي، چې ۴.۷ مېلیونه ماشومان او ښځې بیا د خوارځواکۍ له امله بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.
دغه سازمان ویلي، چې د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ درملنې لپاره په بېړنۍ توګه اوسمهال ۵۶۸مېلیونه امریکایي ډالرو مرستې ته اړتیا لري. د خوړو نړۍوال پروګرام په باور سختې خوارځواکۍ، پرلهپسې وچکالۍ، له ایران او پاکستان نه د کډوالو بېرته ستنېدنې افغانستان کې بشري کړکېچ لا زیات کړی دی.
د ملګرو ملتونو یادې ادارې همدا راز اندېښنه ښوولې، چې د کونړ په وروستۍ زلزله کې زیانمنې کورنۍ هم د خوړو په برخه کې له کړاوونو سره مخ دي او ان ځینو غرنیو سیمو ته د خوراکي توکو انتقال هم ستونزمن دی. دغه سازمان ویلي، د ښځو په مشرۍ په هرو درېیو کورنیو کې دوه یې د اساسي خوړو توان نهلري. دوی وایي، دغه کورنۍ په جدي توګه بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام خبرپاڼه زیاتوي، چې د دوی ښځینه کارکوونکې د طالبانو له بندیزونو سره سره اوس هم زلزله ځپلو سیمو کې کورنیو ته خواړه او نور خدمتونه رسوي. همدا راز خبرداری ورکړل شوی، چې مرستندویه ادارې د بودجو د نشتوالي یا هم کموالي له امله په ښه توګه د دغه زیانمنو کورنیو لاسنېوی نه شي کولای.
د طالبانو په راتګ سره افغانستان د بشري ناورین تر ټولو بد حالت تجربه کوي. بې روزګاري، اقتصادي ستونزې، فقر او لوږه په هېواد کې ورځ تر بلې ډېرېدونکې ده.