په خوست ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د ۲۰۰زره ډالرو په لګښت د کرومایټ ډبرو د پروسس کارخونه پرانیستل شوه. د دغه ریاست چارواکي وايي، چې دغه کارخونه په میاشت کې د ۱۵۰۰ ټنه کرومایټ ډبرو د پروسس ظرفیت لري.


په خوست کې د کرومایټ ډبرو د پروسس کارخونه پرانیستل شوه
۴۰ دقيقې مخکې