پاکستاني طالبانو په خیبر پښتونخوا کې یو مخابراتي مرکز په بمونو سره الوځولی دی

۲ ساعتونه مخکې

سرچینې وايي، ټي‌ټي‌پي په خیبر پښتونخوا کې یو مخابراتي مرکز په بمونو سره له‌منځه وړی دی. دغه مرکز د لکي مروت ولسوالۍ په نظر خېلو سیمه کې موقعیت درلود. د خیبرپښتونخوا ځايي مسوولینو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د دغه ویجاړ شوي مرکز په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې دغه پېښه د جمعې په ورځ (د لړم ۹مه) په نظرخېلو سیمه کې رامنځته شوې ده.

لا تر اوسه د دغې پېښې له امله د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ د ۵شنبې په ورځ په باجوړ کې د ټي‌ټي‌پي د دوو قومندانانو له وژلو خبر ورکړی دی.

د یادولو وړ ده، چې ټي‌ټي‌پي هم د قاري امجد او یاسر په نومونو په باجوړ کې د دوو قومندانانو د وژلو د خبر پخلی کړی و.

له دې سره سم، پاکستاني طالبانو د باجوړ ولسوالۍ د ځينو کلیو په لارو کې د بمونو او ماینونو د اېښودلو له امله د شپې لخوا پر ځايي خلکو ګرځبندیز هم لګولی دی.

نور خبرونه

رادیو