د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت خبر ورکړی چې د باغدرې بند د ډبرو څېړنیزه پروسه د چین په کیومینګ ښار کې د «پاورچاینا» شرکت له لوري پېل شوې. د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند د ۲۴۰ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.
د وزارت په وینا، د وزارت د مشورتي انجنیرۍ خدماتو (واپیکا) رییس انجنیر محمد اسماعیل عمار مموزي او ورسره تخنیکي پلاوي د چین د سفر پر مهال د «پاورچاینا» له عمومي رییس یاو زونګ او د دغه شرکت له مسوولانو سره لیدلي او د څېړنو په اړه یې نظرونه تبادله کړي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په رسمي مراسمو کې یاد شرکت د دغې څېړنیزې پروسې پرانیسته کړې.
خبرپاڼه زیاتوي، د «پاورچاینا» عمومي رییس ډاډ ورکړی چې په څېړنیزو چارو کې به دقت ته جدي پام وکړي او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې هم کړې.
افغانستان د پراخو اوبي سرچینو هېواد دی، خو د اوږدو جګړو، د زیربناوو نشتوالي او د مسلکي ظرفیت کمښت له امله نهدی توانېدلی چې خپلې اوبه په اغېزناک ډول مهار او مدیریت کړي.
وروستیو وچکالیو او د اقلیم بدلون اوبه، په ځانګړې توګه تر ځمکې لاندې اوبه لا کمې کړې دي.