د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم خور عزیزې په یوه لیک، چې افغانستان انټرنشنل ته سېدلی، پر طالبانو نیوکه کړې، چې ورور یې له مجرمانو سره په زندان کې یو ځای اچول شوی.

په لیک کې راغلي:«خدای مه کړه که فاروق اعظم ته زندان کې څه ورپېښ شي، دا به ستاسې لویه خطا وي.»

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم خور عزیزه وايي، ورور یې د شکر ناروغي او لوړ فشار لري.

نوموړې همدراز زیاتوي، چې فاروق اعظم دوامداره یوناني او ډاکتري درمل خوري.

عزیزې په لیک کې لیکلي:«فاروق اعظم یې اوس له یوې ډلې جزایانو سره په یوه کوټه کې اچولی دی، چې نه یې خوب شته او نه یې ارام.»

هغې د طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې، چې ورور یې پرېږدی ځکه ډېر کمزوری دی.

نوموړې د کمونستانو د وخت یوه کیسه هم کړې، چې له خپلې مور سره د خپل ورور فاروق اعظم د لیدلو لپاره بلچرخي زندان ته تلله خو هغه وخت فاروق اعظم ځوان و مګر اوس کمزوری دی.

د طالبانو سرچینو تېره ورځ د وږي پر۲۹مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو ادارې د فاروق اعظم د خوشې کولو لپاره نوموړي ته یو لړ شرایط وړاندې کړي، چې یو پکې ددې ډلې له مشر ملا هبت الله نه رسمي بښنه غوښتل دي.

له فاروق اعظم سره د کابل په نظارت خونه کې د طالبانو یوه پلاوي لیدلي او ورته ویلي یې دي، چې د نجونو د زده کړو په تړاو د نوموړي وروستۍ څرګندونې د طالبانو له واک نه«بغاوت» او د ملا هبت الله پر وړاندې «سپکاوی» دی.

سرچینو وویل، « طالبانو فاروق اعظم ته ویلي، تاسې په رسمي اداره کې سلاکار یاست او د ملاهبت الله اطاعت پر تاسې واجب دی او تاسې د هغه سپکاوی کړی او باید بښنه وغواړئ».

سرچینې زیاتوي، چې طالبانو فاروق اعظم ته ویلي، « په خپلو ټولنیزو رسنیو کې ولیکئ، چې زه د نجونو د زده کړو په اړه پر خپلو څرګندونو پښېمانه یم او په دې برخه کې له ملاهبت الله بښنه غواړم».

د طالبانو د سرچینو په وینا، فاروق اعظم پلاوي ته ویلي، چې د ده عمر اوس له ۸۰ لوړ دی، د نجونو د تعلیم په خبره ټینګ ولاړ دی او زندان تېرولو ته چمتو دی، خو هیڅکله به نه پښېماني وښيي او نه به له ملا هبت الله نه بښنه وغواړي.

سرچینو د فاروق اعظم له قوله ویلی و:« زه چې افغانستان ته راغلی یم، زما هدف ولس ته کار کول و او په دې مرحله کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ لپاره هرې قربانۍ ته تیار یم».

د طالبانو سرچینو ویلی، فاروق اعظم نه یوازې دا چې د نجونو د تعلیم د ملاتړ په تړاو د فیسبوکي پوسټ له امله نیول شوی بلکې په کونړ کې له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې پرمهال یې په څو ناستو کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله پر کړنو نیوکې کړې وې او د نجونو د تعلیم د بندیدو کار یې ناسم بللی و.

سرچینو ویلی و:« په کونړ کې فاروق اعظم پر ملاهبت الله توندې نیوکې کړې وې او بیا وروسته د طالبانو استخباراتو د هغه څرګندونې ثبت کړې وې او بیا یې هغه کندهار ته لېږلې وې».

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د وږي پر۲۴مه خپل زوی ته په لیک کې لیکلي و، چې طالبانو د ښځو زده کړو، عصري زده کړو او د امر بالمعروف د کمزوریو د په ګوته کولو له امله زندان ته اچولی دی.

نور خبرونه

رادیو