د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان: افغان خبریالانې د «حقیقت او بقا» لپاره مبارزه کوي

۲ ساعتونه مخکې

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان د یوې نوې نظر پوښتنې د پایلو په خپرولو سره ویلي، چې افغان خبریالانې د «حقیقت او بقا» لپاره مبارزه کوي او په وینا یې نړۍواله ټولنه باید د دوی تر څنګ ودرېږي.

دغه سازمان د روان کال په جولای او اګسټ میاشتو کې له ۱۰۱ ښځينه خبریالانو سره تر مرکو وروسته د خپلې سروې پایلې د یکشنبې په ورځ (د وږي ۳۰مه) خپرې کړې او له مخې یې، ډېری ښځینه خبریالانې له شلو تر ۳۵ کلونو عمرونه لري، له دوو تر لسو کلونو کاري تجربې لري او ډېری یې په کابل کې مېشتې دي، خو له سختو محدودیتونو لکه سانسور او جنسیتي تبعیض سره مخ دي او دمګړی یوازې ۶ اعشاریه ۹ سلنه یې کولی شي په ښکاره او رسمي ډول کار وکړي او پاتې نور یې تر محدودیتونو لاندې یا په پټه کار کوي او یا هم د رسنیزو کارونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د دغه راپور د موندنو له مخې، نږدې نیمايي ځواب ورکوونکو ویلي، چې تر راتلونکو ۱۲ میاشتو د کار دوام ته هیله مندې نه دي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له دولتي رسنیو ټولې ښځینه کارکوونکې په خپلو کورونو کېنول شوې، ځينې افغان ښځينه خبریالانې له هېواده ووتلې، ځينې یې لا هم تر سختو شرایطو لاندې په هېواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او یو زیات شمېر ښځينه خبریالانو بیا دغه مسلک ته شا کړه.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان تر ۲۰۲۱ کاله د بیان ازدۍ په نړۍوال شاخص کې ۱۲۲ ځای درلود، خو اوس د نوملړ ۱۷۸ ځای ته رالوېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د افغانستان رسنۍ د طالبانو تر سخت څار لاندې فعالیت کوي او له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي.

د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ سازمانونه وایي، چې باید د نړۍوالې همکارۍ له لارې د افغان ژورنالیستانو د خوندیتوب او د رسنیو د پیاوړتیا زمینه برابره شي.

نور خبرونه

رادیو