د پکتیکا ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو له خوا په اعدام محکوم ښوونکی عبدالعلیم خاموش د محکمې دویمه ناسته کې په ۲ کاله زندان محکوم شوی.
طالبانو د چنګاښ پر ۲۶مه ویلي و، چې د پکتیکا ابتدایي محکمې د حکم له مخې عبدالعلیم باید اسلام ته د سپکاوي په تور اعدام شي.
په پکتیکا ولایت کې ځايي سرچینو نن دوشنبه د ( وږي ۳۰مه) وویل چې په اعدام د محکوم ښوونکي عبدالعلیم خاموش دویمه محاکمه د مدافع وکیل په حضور کې تېره پنچشنبه تېره ترسره شوه.
دوی همدراز زیاتوي، چې ممکن درېیمه محاکمه هم ترسره شي.
ځايي سرچینو د چنګاښ پر ۹مه افغاستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د عبدالعلیم خاموش په نوم د لیسې یو ښوونکی د عصري علومو د اهمیت د بیانولو له امله زنداني کړی دی.
هغه مهال سرچینو ویلي و، چې عبدالعلیم خاموش د طالبانو سیمه ییزې محکمې په دوه کاله بند محکوم کړی دی.
ځايي سرچینو ویلي و، «نوموړي د ایران او اسراییل د جګړې پرمهال په ټولګي کې خپلو شاکردانو ته ویلي و، چې د دیني زده کړو په پرتله عصري علوم زیات اهمیت لري.»
له دې وروسته د طالبانو د ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبانو نوموړی ونیوه او زندان ته یې واچاوه.