د خېبرپښتونخوا ایالت اټک ښار نه یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي چې پاکستاني پولیسو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې کور په کور د دوی نیولو پسې ګرځي او هره ورځ یوازې لسګونه افغانان له همدې سیمې نه افغانستان ته ډیپورټ کوي.
یوه کډوال شنبه (وږي ۲۹مه) وویل چې همدا اوس یې هم د کور مخ ته پولیس ولاړ دي او دروازه ور ډبوي. دې کس د نوم نه ښودلو په شرط زیاته کړه: «زه وېرېږم چې ښايي دروازې راپسې را ماته کړي، ځکه د یو شمېر کورونو دروازې یې په لغتو لغتو غورځولي دي». دا کډوال چې د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې مخینه لري اندېښمن دي، که افغانستان ډیپورټ شي، نو ښايي طالبان یې ونیسي.
د نوموړي په خبره، درې کاله مخکې پاکستان ته راغلی او تکل یې دا دی چې په یو لوېدیځ هېواد کې مېشت شي؛ خو د ټکنیو چارو له امله یې قضیه نامالوم حالت کې پرته ده. هغه نیوکه کوي چې یو شمېر هېوادونو په لوی لاس پناه غوښتونکي افغانان پاکستان کې ناسم وضعیت ته پرېښي.
د اسلاماباد په ګلبرګ ګرین ښارګوټي کې یو مېشت افغان خبریال هم له ورته کړاو سره مخ دی. هغه وایي، په تېرو څلور میاشتو کې یې څو څو ځله د پاکستانۍ ویزې د تمدید لپاره غوښتنلیک سپارلی او درې ځله رد شوی دی. دغه خبریال زیاتوي چې د یاد هېواد کورنیو چارو وزارت د افغانانو د ویزې تمدید بهیر بند کړی او له همدې امله اوس دوی په ناقانونه توګه ژوند کوي.
دې خبریال وویل: «موږ څه وکړو، نه ویزې راکوي، نه مو ژوند ته پرېږدي او هره ورځ راپسې پولیس د کورونو دروازې ټکوي». د ده په خبره، د پاکستان حکومت په لوی لاس افغان کډوال په ناقانونه توګه مېشتیدو ته مجبوره کړي، ځکه د قانوني مېشتیدنې ټول بدیلونه یې لهمنځه وړي دي.
پاکستان د روان کال په اپرېل میاشت کې لومړی د ACC کارټلرونکو او بې اسناده افغانانو د اېستل کېدو بهیر پیل کړ او اوس یې د سپټمبر له لومړۍ نېټې د ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوالو د اېستل کیدو لړۍ هم پیل کړې ده.
یوازې پاکستان او ایران د روان زېږدیز کال له پیل څخه تر ۲ مېلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي چې په دې سره د طالبانو له لوري پیل شوی بشري ناورین لا پراخ شوی دی دی.