په کابل کې د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دې ډلې د اوبو او برېښنا وزارت له جګپوړي سلاکار فاروق اعظم نه غوښتي، چې د نجونو د زده کړو په تړاو پر خپلو وروستیو څرګندونو پښېماني وښيي او د طالبانو له مشر څخه بښنه وغواړي، خو فاروق اعظم د طالبانو دغه غوښتنه رد کړې ده.

د طالبانو سرچینو د شنبې په ورځ، د وږي پر۲۹مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو ادارې د فاروق اعظم د خوشې کولو لپاره نوموړي ته یو لړ شرایط وړاندې کړي، چې یو پکې ددې ډلې له مشر ملا هبت الله نه رسمي بښنه غوښتل دي.

له فاروق اعظم سره د کابل په نظارت خونه کې د طالبانو یوه پلاوي لیدلي او ورته ویلي یې دي، چې د نجونو د زده کړو په تړاو د نوموړي وروستۍ څرګندونې د طالبانو له واک نه«بغاوت» او د ملا هبت الله پر وړاندې «سپکاوی» دی.

سرچینو وویل، « طالبانو فاروق اعظم ته ویلي، تاسې په رسمي اداره کې سلاکار یاست او د ملاهبت الله اطاعت پر تاسې واجب دی او تاسې د هغه سپکاوی کړی او باید بښنه وغواړئ».

سرچینې زیاتوي، چې طالبانو فاروق اعظم ته ویلي، « په خپلو ټولنیزو رسنیو کې ولیکئ، چې زه د نجونو د زده کړو په اړه پر خپلو څرګندونو پښېمانه یم او په دې برخه کې له ملاهبت الله بښنه غواړم».

د طالبانو د سرچینو په وینا، فاروق اعظم د طالبانو پلاوي ته ویلي، چې د ده عمر اوس له ۸۰ لوړ دی، د نجونو د تعلیم په خبره ټینګ ولاړ دی او زندان تېرولو ته چمتو دی، خو هیڅکله به نه پښېماني وښيي او نه به له ملا هبت الله نه بښنه وغواړي.

سرچینو د فاروق اعظم له قوله وویل:« زه چې افغانستان ته راغلی یم، زما هدف ولس ته کار کول و او په دې مرحله کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ لپاره هرې قربانۍ ته تیار یم».

د طالبانو سرچینې وايي، فاروق اعظم نه یوازې دا چې د نجونو د تعلیم د ملاتړ په تړاو د فیسبوکي پوسټ له امله نیول شوی بلکې په کونړ کې له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې پرمهال یې په څو ناستو کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله پر کړنو نیوکې کړې وې او د نجونو د تعلیم د بندیدو کار یې ناسم بللی و.

سرچینو وویل:« په کونړ کې فاروق اعظم پر ملاهبت الله توندې نیوکې کړې وې او بیا وروسته د طالبانو استخباراتو د هغه څرګندونې ثبت کړې وې او بیا یې هغه کندهار ته لېږلې وې».

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د وږي پر۲۴مه خپل زوی ته په لیک کې لیکلي و، چې طالبانو د ښځو زده کړو، عصري زده کړو او د امر بالمعروف د کمزوریو د په ګوته کولو له امله زندان ته اچولی دی.

فاروق اعظم په لیک کې هم دا هم ویلي و، « دا هغه څه دي، چې زه [یې په اړه] تر دغه سخت چلند ته تیار یم».

هغه دغه راز په دغه لیک کې ویلي و، چې ددین، وطن او «امارت» د استحکام لپاره متعهد دی.

د وږي پر۲۴مه د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلی و، چې فاروق اعظم د طالبانو د مشر په امر نیول شوی دی.

فاروق اعظم د کونړ زلزلې پرمهال ویلي و، ښځینه روغتیاپالانې دې هغو طالبانو ته د درس کېدو په موخه کونړ ته لاړې شي چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي.

د فاروق اعظم له نیول کېدو وروسته د هغه دوسیه د کابل نظامي محکمې ته لېږل شوې ده.

هغه وخت هم د طالبانو سرچینو ویل، چې فاروق اعظم په دې وروستیو کې لیکنې او په شخصي مجلسونو کې د امارت د پالیسۍ خلاف څرګندونې کولې نو له همدې امله نیول شوی دی.

ډاکټر فاروق اعظم په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو کې د افغانستان د سوله ییز بدلون غورځنګ مشري کړې او له دې وړاندې د افغانستان د ملي اسلامي جبهې مرستیال مشر و.له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۱ کال پورې د پوهنې او وروسته د کډوالو چارو وزیر و. هغه د افغانستان د مطالعاتو فورم مشري کړې او په ۲۰۲۲ کال کې یې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د سلاکار په توګه چارې پیل کړې.

اعظم په کندهار کې زیږېدلی او له کابل پوهنتون نه یې د اقتصاد لیسانس، د بیروت له امریکایي پوهنتون نه یې د کرنې اقتصاد ماسټري او له لندن پوهنتون نه یې د اوبي سرچینو په برخه کې دکتورا اخېستې ده.

نوموړی د جمهوري نظام منتقد و او د طالبانو نږدې خواخوږی ګڼل کیږي.

نور خبرونه

رادیو