د طالبانو له خوا ازاده شوې برېتانوۍ جوړه بېرته خپل هېواد ته ورسېده

AP ۱۴۰۴ وږی ۲۹

۷۶ کلنه برېتانیایي باربي رینولډز او ۸۰ کلن مېړه یې پیټر چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا نږدې اته میاشتې پرته له کوم تور څخه توقیف شوي وو، انګلستان ته رسېدلي دي. دغه جوړه د جمعې په ورځ (د وږي ۲۸مه) خوشې شوه او د روان کال په فبرورۍ میاشت کې په بامیان ولایت کې نیول شوې وه.

دغه ښځه او مېړه چې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) له قطر څخه د انګلستان هېټرو هوايي ډګر ته ورسېدل، نږدې شل کاله یې په افغانستان کې ژوند کړی او هلته یې د ښوونې او روزنې په برخو کې فعالیت درلود.

له زندان څخه مخکې

د ګاردین د راپور له مخې، دغې برېتانوۍ جوړې په زندان کې د جلا والي په ګډون په سختو شرایطو کې شپې او ورځې تېرې کړي دي.

د دغې برېتانوۍ جوړې زوی د یوې اعلامیې په خپرولو سره له هغو کسانو مننه کړې، چې د ده مور او پلار یې د طالبانو له ۷ میاشتې او ۲۱ ورځو زندان وروسته روغ رمټ ازاد کړي دي.

له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د وږي ۲۸مه) اعلان وکړ، چې د پیټر او باربي رېنولډز په نوم دوه برېتانیايي وګړي یې خوشې کړل. طالبانو ویلي، چې دغو برېتانیایي وګړو د افغانستان قوانین نقض کړي و، خو د دغو نقض شویو قوانینو په تړاو یې نور جزییات ورنکړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه برېتانیايي جوړه یې د قطر په منځګړیتوب له زندانه خوشې کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې دغه ښځه او مېړه ۵ اولادونه، ۱۷ لمسیان او ۳ کړوسیان لري چې په انګلستان او امریکا کې ژوند کوي او مشر زوی یې سایمن په ۱۹۹۳ کال کې مړ شوی دی.

نور خبرونه

رادیو