طالبان وايي په تېرو څلورو کلونو کې یې د ۹۲۱ تاريخي اثارو د قاچاق مخه نیولې

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند عبدالله فاروقي د دغې ډلې تر کنټرول لاندې له یوې رسنۍ سره په مرکه ویلي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې د ۹۲۱ بېلابېلو تاریخي اثارو د قاچاقو مخه نیولې ده.

نوموړي باختر خبري اژانس ته زیاته کړې چې قاچاقو کوونکو غوښتل دا تاریخي اثار د ځمکې او هوا له لارو بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کړي. د فاروقي په وینا، په دې اثارو کې مجسمې، سکې، مډالونه او داسې نور اثار شامل دي.

نور خبرونه

رادیو