د بښنې نړۍوال سازمان: طالبان په منظم ډول له ښځو حقونه اخلي

۶ ساعتونه مخکې

د بښنې نړۍوال سازمان جمعه (وږي ۲۸مه) د یوه بیان په خپراوي سره په پوهنتونو کې د ښځينه لیکوالانو د کتابونو پر تدریس بندیز ته په اشارې لیکلي، طالبانو پر ښځو ژوند دومره تریخ کړی چې نور د «زغملو» وړ نه دی.

د دغه نړۍوال بنسټ په بیان کې راغلي چې طالبانو ښځې له نږدې ټولو برخو ایستلي او په منظم ډول د هغوی حقونه او عزت ځنې اخلي.

په بیان کې ویل شوي: «دا چې طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځينه لیکوالانو د کتابونو پر تدریس بندیز لګولی، دا د هغوی د غږ غلي کولو یوه بله هڅه ده.»

نور خبرونه

رادیو