وال‌سټریټ ژورنال: امریکا بګرام ته د بېرته ستنېدو لپاره له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړي

۳ ساعتونه مخکې

وال‌ سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله وایي، چې د ټرمپ حکومت له طالبانو سره خبرې کوي، څو د امریکا د یوه محدود نظامي حضور لپاره بګرام اډې ته د بیا ستنېدو زمینه برابره کړي.

ادام بوهلر، چې څو ورځې مخکې له زلمي خلیل‌زاد سره افغانستان ته تللی و، د دې خبرو اصلي مسوول بلل شوی دی.

د باخبره چارواکو په وینا، دا خبرې اترې د بندیانو په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي ادام بوهلر له خوا رهبري کیږي او دا د امریکا او طالبانو ترمنځ د یو پراخ مذاکراتي‌ پلان برخه ده.

په دې خبرو کې د بګرام اډې د موضوع ترڅنګ، د بندیانو تبادله، یو احتمالي اقتصادي توافق او امنیتي‌همکارۍ شاملي‌ دي.

د پنجشنبه په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې خبري غونډه کې په ناڅاپي ډول د بګرام اډې د بیا نیولو په اړه وویل: «موږ غواړو بېرته دا پوځي اډه تر لاسه کړو» دا اوس د همدې دیپلوماتیکو هڅو برخه بلل کېږي.

د وال‌ سټریټ ژورنال سرچینو ټینګار کړی، چې طالبان تر اوسه د دې وړاندیزونو له هېڅ یوه سره موافقه نده کړې او ټولې خبرې لا هم یوازې د خبرو تر کچې محدودې دي.

د بګرام اډه، چې د طالبانو او القاعدې سره د امریکا د جګړې په کلونو کې د امریکا د پوځي عملیاتو تر ټولو مهم مرکز و، په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو لاس ته ولوېده.

اوس د دې اډې د بېرته ترلاسه کولو هڅه د واشنګټن له لوري د طالبانو سره د اړیکو د بیا تنظیم یوه برخه بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو