سکای نیوز: هغه کډوال چې له طالبانو تښتېدلي اوس «د رخصتیو لپاره افغانستان ته ځي»

۴ ساعتونه مخکې

بریټانوي رسنۍ سکای نیوز د یوه افغان ژباړونکي له قوله راپور ورکړی، چې یو شمېر افغان کډوال چې د مرګ د ګواښونو له کبله بریټانیا ته راغلي، اوس افغانستان ته د رخصتيو لپاره سفرونه کوي.

یو افغان پناه غوښتونکي تایید کړې، چې په پټه افغانستان ته تللی و ترڅو د خپلي مور سره د ماما د جنازې په مراسمو کې برخه واخلي.

هغه افغان ژباړونکی، چې اوس په بریټانیا کې ژوند کوي ادعا کوي، چې دا ډول سفرونو ښيي، هغه ګواښونه، چې ځینو افغانانو د انګلستان سره د تېرو همکاریو له امله راپورته کړي و مبالغه ده.

هغه وویل:«یوازینی اصلي ګواښ بیکاري ده.»

له ۲۰۱۰م کال راهیسې بریټانیا له افغانستان څخه له ۳۵ زرو زیات افغانان دې هېواد ته انتقال کړي او د زرګونو نورو دوسیې لا تر څېړنې لاندې دي.

د بریټانیا دفاع وزارت د دې ټول پروګرام لګښت ۵.۵ څخه تر ۶ میلیارد پونډو پورې اټکل کړی.

یو افغان پناه غوښتونکي، چې پخوا یې په افغانستان کې د بريتانوي ځواکونو لپاره د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کړې وه او د دوبي په پیل کې افغانستان ته سفر کړی و سکای نیوز ته وویل، چې هغه په ​​پټه او په ډیره ویره سفر کړی و ترڅو د خپلې مور سره د ماما جنازې ته لاړ شي.

خو کله چې ترې وپوښتل شول چې ولې یې د خپل سفر انځورونه په ټولنیزو شبکو خپاره کړي، نوموړي وویل چې دا انځورونه په افغانستان کې نه ښکارېدل.

نوموړي د دې مرکې تر پای ته رسېدو وروسته، هغه د سکای‌ نیوز د خبریال شمېره بلاک کړه او بیا یې د خپل فېسبوک پاڼې انځورونه او ویډیوګانې شخصي کړلې.

یوې بریتانوی سرچینې سکای‌نیوز ته ویلي چې له اګست ۲۰۲۱ راهیسې تر اوسه پورې، له ۱۰۰ زرو زیاتې د پناه غوښتنې دوسیې ثبت شوې دي.

په هره دوسیه کې د غوښتونکي شخصي معلومات او هغه اسناد ثبت شوي، چې ادعا کوي له ګواښ سره مخ دی.

سکای‌نیوز وايي، چې د ځینو افغان پناه‌غوښتونکو ادعاوې جعلي وې.

د بېلګې په توګه: یو افغان نارینه کډوال د خپل ګاونډي وسله اخیستې وه او پر خپل موټر یې ډزې کړې وې او بیا یې داسې ښودلې وه چې ګواکي دا کار طالبانو کړی.

یو بل سړی یوه ویډیو استولې وه او ادعا یې کړې وه چې طالبانو یې مېرمنه وهلې ده، حال دا چې ویډیو له انټرنټ څخه اخیستل شوې وه او د هغه مېرمن نه وه.

بل کس د خپل د تره زوی عکس استولی و او ویلي یې وو، چې طالبانو وژلی، خو وروسته معلومه شوه چې هغه د ترافیکي پېښې له امله مړ شوی و.

سکای‌ نیوز له یوه سړي سره، چې په افغانستان کې دی اړیکه نیولې، چې ادعا کوي د دې جعلي ګواښ لیکونو په اړه معلومات لري. هغه وویل:«دا عادي ګواښ‌ لیکونه وو؛ مثلا لیکلي یې وو: (موږ به تا ووژنو.) دا یو ستر کاروبار و او زرګونه داسې لیکونه جوړ شوي دي.»

د هغه په وینا، د یوه جعلي ګواښ‌ لیک قیمت له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ ډالرو پورې و. هغه وویل چې اوس طالبانو دا کار بند کړی دی.

یو بل پخوانی ژباړونکی رفیع هوتک، چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې په بریتانیا کې ژوند کوي او د افغان پناه‌غوښتونکو ملاتړ کوي دا ادعا په کلکه رد کړه.

هغه وویل:«ګواښونه فوري او خورا جدي دي. طالبان هر هغه څوک خاین ګڼي چې له بهرنيو ځواکونو سره يې کار کړی وي. ډېر خلک په پټه ژوند کوي، تل ځای بدلوي، نه شي کولای په ازاده توګه ژوند یا کار وکړي. نیول، وهل ټکول او حتا اعدامونه په دوامداره توګه پېښېږي.»

نور خبرونه

رادیو