د افغانستان ملي امنیت پخوانۍ ادارې دوو چارواکو په یوې مقاله کې ویلي، طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې ژورې کړي او د نړۍوالو په تېر اېستلو سره یاده ډله تقویه کوي.
دوی ویلي، القاعده په کندهار کې د قومندې او په پنجشېر کې د مالي مرکزونو په جوړولو سره ځانته خوندي ځاله جوړه کړې ده.
په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال د څارګرې ملي ادارې ريیس احمد ضیا سراج او د دغې ادارې پخواني عملیاتي مرستیال اجمل عبید عابدي د «سایفر بریف» په نوم یوې امریکایۍ وېبپاڼې ته په یوې ګډه مقاله کې ویلي، طالبانو له ۹۰ زیږدیزې لسیزې راهیسې د سیاسي خبرو له لارې «نړۍوال تېر اېستلي» او په عمل کې یې «القاعده ته خوندي پناه ځایونه ورکړي دي.»
د احمد ضیا سراج او اجمل عابدي په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طبقه بندي اېستل شویو اسناد کې هم راغلي چې واشنګټن د سپټمبر له ۱۱مې مخکې له طالبانو سره څه باندې ۳۰ ځلي لیدلي و، خو «طالبانو هېڅکله هم د اسامه بن لادن د سپارلو او یا هم له دغې ترهګرې ډلې سره د اړیکو د پرې کولو په برخه کې روښانه ژمنه ونه کړه.»
په دغو اسنادو کې په کنیا او تانزانیا کې د امریکا پر سفارتونو د بریدونو په غبرګون کې پر خوست ولایت د امریکا له توغندیزو بریدونو دوه ورځې وروسته له ملا عمر سره د امریکايي چارواکو د ټيلفوني خبرو یادونه هم شوې ده. او په یوه بل ورته سند کې طالبانو د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د روزنیزو کمپونو د ارزونې ژمنه کړې وه، خو د دغې مقالې د لیکونکو په وینا، امریکا ته هېڅکله هم د یادو کمپونو د ارزونې اجازه ورنکړل شوه.
د دوی په وینا، اوس هم هماغه پخوانۍ کیسه تکرارېدونکې ده، طالبان لا هم له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ځانونه شریکان ګڼي، خو په عمل کې بیا القاعده ته د ازادانه فعالیتونو اجازه ورکوي.
دغو دوو پخوانیو نظامي چارواکو همداراز په ډاګه کړې، په کابل کې د القاعده د مشر اېمن الظواهري وژنه هم د دې ښکارندویه ده چې القاعده پر طالبانو په بشپړه توګه باور لري او په وینا یې، القاعده له یادې پېښې وروسته د طالبانو په امنیتي جوړښت کې لا ډېر نفوذ موندلی دی.
د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته د القاعده د یوه امیر سفر
د جمهوري نظام د دغو دوو چارواکو د مقالې پر بنسټ، القاعده اوس په ولایتونو کې د کوچنیو شبکو په جوړولو، د هېواد په شمال کې د کانونو چارو په اداره کولو او د زرګونه دیني- جهادي مدرسو په جوړولو سره په افغانستان کې یو نوی مالی او ایډيالوژیک مرکز جوړ کړی دی.
د دوی په وینا، د القاعده یو امیر په کندهار کې دی او کله نا کله یو شمېر مهمو ولایتونو ته سفرونه هم کوي او ورسره له ۱۵ تر ۲۵ کسیزې ډلې هم سمبالوي.
له دې سربېره د القاعده یو بل مرکز په پنجشېر کې فعال دی او له پنجشېر سربېره په ځينو نورو ولایتونو کې په کانونو کې د پانګونو د راجلبولو مسوولیت لري. د یادو پخوانیو استخباراتي چارواکو په باور، پنجشېر ته له یمن، فلسطین، عراق، بحرین او قطر څخه د پلاوو سفر او په دغو پلاوو کې د بن لادن د فکري کس عبدالله الزنداني حضور د دې ښکارندويي کوي چې القاعده له افغانستان سربېره نورو هېوادونو کې هم خپلې رېښې پیاوړې کړي دي.
په افغانستان کې د زرګونه دیني- جهادي مدرسو جوړېدل
د افغانستان د څارګرې ملي ادارې یادو دوو چارواکو د خپلې مقالې په یوې برخه کې ویلي، د ۲۰۲۱ کال له ډسمبر میاشتې تر اوسه له ۲۵ تر ۳۰ زره جهادي مدرسې جوړې شوې دي. دغه مدرسې له کندهاره اداره کېږي او نصاب یې هم د القاعده له لخوا طراحي شوی دی.
په دغې مقاله کې همداراز ټینګار شوی، چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان، د سپټمبر له ۱۱مې مخکې اوس القاعده لپاره تر ټولو خوندي پناه ځای دی او دغه وضعیت به نړۍوالو ته لوی سرخوږی جوړ کړي.