د ایران د سويلي خراسان والي سید محمدرضا هاشمي ویلي، چې ایران له افغانستان سره پر پوله درې ګډ بازارونه لري او تېر کال یې افغانستان ته د شاوخوا یو میلیارډ او ۷۵۰ مېليونه ډالرو په ارزښت صادرات لاره.
د اېرنا خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران د سويلي خراسان والي له افغانستان سره درې ګډ بازارونه یو ښه فرصت بللی. سید محمدرضا هاشمي ویلي: «موږ له افغانستان سره ۳۸۱ کيلومټره ګډه پوله او پر دغه پوله د ماهيرود، يزدان او دوکوهانه درې ګډ بازارونه لرو.»
هغه وایي:« د ماهيرود بازار نن د ايران لپاره یو ښه فرصت دی، موږ تېر کال افغانستان ته شاوخوا يو ميليارد او ۷۵۰ مېليونه ډالر صادرات لاره، چې ۳۸ سلنه یې له سويلي خراسان له لارې وو.» ښاغلي هاشمي زیاته کړه، که له دغه فرصت څخه ګټه پورته نه کړي؛ نو ښایي نور هېوادونه به له دغه فرصت څخه ګټه واخلي.
ایران داسې مهال افغانستان ته د خپلو صادراتو په اړه خبر ورکوي، چې ایران ته د افغانستان صادرات خورا کم دي.
اقتصاد پوهان باور لري، چې باید د صادراتو او وارداتو ترمنځ توازن موجود وي؛ خو که د یوه هېواد واردات تر صادراتو ډېر وي، دغه وضعیت د اقتصادي ناورین لامل کېږي او هېواد په وارداتي یا مصرفي هېواد بدلېږي.

