په افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) خبرداری ورکړی چې د ختیځو ولایاتو له وروستۍ زلزلې ژغورل شوي کسان لا هم له پراخو اړتیاوو سره مخامخ دي، او د ژمي په رارسېدو سره د هغوی حالت ښايي لا ډېر کړکېچن شي.
یوناما پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا،د کونړ ولایت د زلزله ځپلو کورنیو له لیدنې وروسته ویلي چې نړیواله ټولنه او مرستندویه بنسټونه باید بېړني ګامونه واخلي، څو د زلزلې له قربانیانو سره د اړتیا وړ مرسته وشي.
د هغې په وینا، د اغېزمنو شویو خلکو تر ټولو مهمې اړتیاوې اوس مهال د سرپناه، خوراکي توکو او روغتیایي خدمتونو برابرول دي.
اوتنبایوا زیاته کړه: «که د مرستو په رسولو کې ځنډ رامنځته شي، په راتلونکي ژمي کې به دا وضعیت له جدي پایلو سره مخامخ کړي».
په ورته وخت کې، اوتنبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې هم وینا کړې او خبرداری یې ورکړی چې د بشري مرستو د بودیجې ۵۰سلنه کمښت او په مرستندویه ادارو کې د ښځو د کار پر وړاندې بندیز د مرستندویو عملیاتو بهیر په جدي توګه ګډوډ کړی دی.
کارپوهان باور لري چې که نړیواله ټولنه ژر ګام وانخلي، نو د ختیځو سیمو زلزله ځپلي خلک به نه یوازې په ژمي کې له سختو ستونزو سره مخ شي، بلکې د لوږې، ناروغیو او بېسرپناه پاتې کېدو ګواښ به هم ورسره مل وي.