صالح وايي «طالبستان» بېرته په افغانستان اړول مبارزې ته اړتیا لري

۷ ساعتونه مخکې

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د طالبانو په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونې په تاریخ کې بې‌ سارې دي او دا ډول سپکاوی یوازې د طالبانو ډلې پورې اړوند دی. هغه وايي، باید مبارزه وکړو، چې «طالبستان» بېرته په افغانستان واړول شي.

امرالله صالح په خپل تازه ایکس پوسټ کې لیکلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي ډېر محتاط سړی دی او خبرې په دقت کوي، خو کله چې هغه د طالبانو کړنې «احمقانه» وبللې، دا ښکاره کوي چې «هر څوک چې احمقانه کارونه کوي، خپله احمق وي.»

هغه ټینګار کړی: «په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د یوې ډلې لپاره، چې پر یو هېواد واک لري، د ملګرو ملتونو له لوري ورته دا ډول اصطلاح کارول کېږي، له دې لوی سپکاوی او توهین نور نشته.»

صالح زیاته کړې چې په دوحه کې د اسلامي هېوادونو په وروستۍ فوق‌العاده غونډه کې، چې د اسراییل د بریدونو له امله رابلل شوې وه، طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

د نوموړي په وینا، «طالبان نه په اسلامي نړۍ کې عزت او اعتبار لري او نه په نړیوالو سازمانونو کې، دا ډول انزوا او تجرید بې‌ساری دی.»

صالح یو ځل بیا یادونه کړې: «ټول توهینونه او تحقیرونه د طالبانو په ډلې پورې اړه لري، نه په افغانستان پورې، موږ باید تل د طالبانو او افغانستان ترمنځ فرق باندې قایل شو.»

هغه له نړیوالو سره په ګډ غږ کې ویلي: «رېښتیا مو ویلي ښاغلی ګوترېش، خو لږ ناوخته، ستاسې شجاعت او درک د ستاینې وړ دی.»

یاده دې وي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو پر پالیسیو توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې روان وضعیت بوږنووونکی او احمقانه دی.

نوموړي ټینګار کړی نړیواله ټولنه باید طالبان وهڅوي چې دغه محدودیتونه پای ته ورسوي.

نور خبرونه

رادیو