اصف دوراني: افغانستان کې د «ټي‌ټي‌پي» پټ شوي مشران دې د انټرپول له لارې ونیول شي

۷ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دوراني ویلي چې اسلام اباد باید د «ټي‌ټي‌پي» د مشرانو او فعالانو پر وړاندې قانوني ګامونه واخلي او هغه کسان چې په افغانستان کې پټ شوي، د انټرپول له لارې دې ونیول شي.

اصف دوراني په اېکس لیکلي چې، باید د پاکستاني طالبانو غورځنګ د مشرانو او غړو پر وړاندې رسمي قانوني چارې ترسره شي. هغه ویلي چې که چا په افغانستان کې پناه اخیستې وي، نو د هغوی د نیولو لپاره باید نړیوالې لارې وکارول شي.

نوموړي دا هم ویلي چې د یادو کسانو د پېژندنې او د قانون د تطبیق لپاره باید مناسب اقدامات وشي.

یاده دې وي چې پاکستان وايي د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ځینې مشران او غړي په افغانستان کې پټ شوي دي او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي. د پاکستان له لوري دا تورونه د دې سبب شوي چې د دواړو لورو ترمنځ اړیکې ترینګلې شي.

له بلې خوا، طالبان دا ادعا نه مني او وايي چې د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد نه کارېږي.

نور خبرونه

رادیو