د طالبانو د کلیو او پراختیا وزات خبر ورکړی چې د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په قره شیخي کلي کې یې د اوبو یو بند ګټې اخیستنې ته سپارلی. د شنبې په ورځ د (لړم ۱۷مه) خبرپاڼه کې راغلي چې پر دې بند «۶.۱مېلیونه افغانۍ» لګښت راغلی او سلګونه جریبه ځمکې به خړوبې کړي.


طالبانو په فاریاب کې د ۶مېلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یو بند د ګټې اخیستنې لپاره وسپاره
۴ ساعتونه مخکې