د ملګرو ملتونو خبرداری؛ د افغانستان په ښارونو کې د خلکو روغتیا له ګواښ سره مخ ده

۶ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې ادارې (UN-Habitat) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د کثافاتو او اوبو ناسم مدیریت، او د شنو سیمو نشتوالی د خلکو روغتیا او ژوند ته جدي ګواښ دی. دغه ادارې ټینګار کړی چې د ښاري پلان جوړونې او ټولنیزو اقداماتو له لارې د چاپیریال ساتنه امکان لري.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې د پایښت لرونکي ښاري پراختیا لپاره په افغانستان کې د هدفمند ښاري پلانونو او ټولنېزې هڅو اهمیت ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې ښاري چاپیریال ته د پام کولو له لارې به د افغانستان خلک د اوږدمهاله ګټو څخه برخمن شي.

تر دې وړاندې یو این هبیتات ویلي وو چې، د افغانستان په ښاري جوړښت کې بدلون د سرعت له مخې روان دی او وړاندوینه شوې چې تر ۲۰۶۰م کال به نېږدې نیمایي هېواد په ښاري سیمو کې ژوند وکړي، چې د دغه ننګونې لپاره ښاري پلانونه او بنسټونه باید په چټکه توګه قوي شي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره، د افغانستان د حکومت او ښاروالیو سره په ګډه کار کوي ترڅو د خلکو د ژوند شرایط ښه کړي او اوسېدونکو ته استونګې بنسټيز خدمتونه وړاندې او اقلیم پر وړاندې مقاومت لوړ کړي.

نور خبرونه

رادیو