د افغانستان د ۱۹کلونو څخه کم عمره کرېکټ لوبډلې د بنګلهدېش پر وړاندې د پنځمې او وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه. دا سیالي نن د افغانستان پر وخت د سهار په ۷:۳۰ بجو پیل شوه او د پنځو یو ورځنیو لوبلړۍ وروستۍ هغه ده.
افغان ځوانانو تر دې وړاندې په یاده لړۍ کې دوه لوبې ګټلې دي، په داسې حال کې چې د نننۍ سیالۍ بریا به د دوی لپاره د لړۍ د اتلولۍ معنا ولري. د کرېکټ پوهانو په وینا، افغان نوولس کلونو څخه کم عمره ملي لوبډله په دې سیالیو کې د پیاوړې توپوهنې او اغېزمنو توپاچوونکو له امله ښه چانس لري چې د یادو سیالیو جام خپل کړي.

