د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر افغانستان ته د خپل سفر په درېیمه ورځ هرات ته تللی او هلته یې د ایران او افغانستان له سوداګرو سره کتلي دي.
په دې کتنه کې سید محمد اتابک ویلي: «د اقتصادي همکارۍ هدف د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د فعالیتونو لپاره اسانتیا رامنځته کول دي.»
په کابل کې د ایران سفارت د چارشنبې په ورځ وویل، چې سید محمد اتابک د خپل سفر په درېیمه ورځ هرات ته تللی او هلته یې د هرات له والي اسلام جار، طالب چارواکو او سوداګرو سره کتلي دي.
له دې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې اتابک د یاد وزارت له وزیر نورالدین عزیزي سره کتلي دي. عزیزي له خپل ایراني سیال سیدمحمد اتابک او مل پلاوي سره د کتنې پرمهال ویلي، چې د کابل او تهران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه کچه باید تر ۱۰ مېلیارد ډالرو ورسېږي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي له ایراني پلاوي سره د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه لوري په بندرونو کې د شته ستونزو، بانکي اسانتیاوو، ګډو اقتصادي کمېټو پر فعالېدو او د ټرانزیتي همکاریو د لاپیاوړتیا په برخو کې هوکړې ته رسېدلي دي.
پرون په کابل کې د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سید محمد اتابک او ورسره مل اقتصادي پلاوي سره کتلي او د اقتصادي همکاریو پر پراخولو یې ټينګار کړی.
د طالبانو د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې، د چابهار بندر او ګډې اقتصادي کمېټې د فعالیتونو پر لا اغېزناکتیا هر اړخیز بحثونه کړي دي.
یاده دې وي چې ایران د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د دې ډلې له مهمو اقتصادي شریکانو بلل کېږي.
که څه هم ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو بیا هم تهران له کابل سره د سوداګرۍ او ترانزیټي دهلیزونو د پراخولو ترڅنګ، د چابهار بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره ځانګړې لارې پرانېستې دي.
سربېره پر دې، دواړو لوریو د تېلو، برېښنا او کانونو په برخو کې هم پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.
د راپورونو پربنسټ، دا مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ کچه له څلور مېلیارد ډالرو اوړي.